د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د باران اټکل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160018-د_افغانستان_په_۱۷_ولایتونو_کې_نن_د_باران_اټکل_شوی
د طالبانو ‏د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې نن (دوشنبه) په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
(last modified 2025-05-12T06:05:39+00:00 )
May 12, 2025 10:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان  په ۱۷ ولایتونو کې نن  د باران اټکل شوی

د طالبانو ‏د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې نن (دوشنبه) په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې د سالنګونو په ګډون دغه ولایتونه بدخشان، تخار، نورستان، كونړ، لغمان، ننګرهار، كابل، پكتيا، خوست، لوګر، پنجشېر، كاپيسا، پروان، بغلان، باميان، غزني او ميدان وردګ یاد کړي دي.

په یادو ولایتونو کې د تېز باران، تالاندې برېښنا، تېزوبادونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

یاد وزارت داسې مهال دا اټکل خپروي چې څو ورځې وړاندې طوفان او شدید باران په یو شمیر ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.