طالبان: له ټولنیزو شبکو ناروا ګټه اخیستونکو ته سزا ورکول کېږي
(last modified Mon, 12 May 2025 09:36:02 GMT )
May 12, 2025 14:06 Asia/Kabul
  • طالبان: له ټولنیزو شبکو ناروا ګټه اخیستونکو ته سزا ورکول کېږي

د طالبانو د امر بالمعروف اونهي عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې که د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له دغو شبکو «نامشروع» استفاده وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام نن د غویي پر ۲۲مه د دې ډلې په ملي تلویزیون کې په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې خبرداری ورکړ چې وزارت یې ټولنیزې رسنۍ څاري.

هغه ټینګار کړی چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي اجازه نه لري چې غیر اخلاقي او نامشروع محتوا  خپره کړي.

سیف الاسلام زیاته کړې: «د امر بالمعروف وزارت به د ټولو هغو کاروونکو حسابونو تعقیب کړي چې د هېوادولو افکار تحریفوي.»

دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تل هغه کسان نیولي او شکنجه کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې يې پر دې ډلې نیوکه کړې ده.