په کندوز کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160282-په_کندوز_کې_د_ټرافیکي_پېښې_له_امله_پنځه_کسان_وژل_شوي
په کندوز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2025-05-19T06:35:57+00:00 )
May 19, 2025 11:04 Asia/Kabul
  • په کندوز کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي

په کندوز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د ثور ۲۹مه) د کندوز ښار او امام صاحب ولسوالۍ په لاره کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، یو کرولا ډوله موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی، چې په پایله کې یې پنځه کسان ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خاکسار ویلي، د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.