له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه زموږ لومړیتوب دی
زمونږ خبریال راپور راکړی دافغانستان د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي چې له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، جلالي ن د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر «اډون سنیزا سلاوډر »او په ختیځه مدیترانه کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام له مشر «حامد جعفري» سره کتلي دي.
جلالي زیاته کړې چې له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره باید د ښکیلو خواوو له خوا ډیرې هڅې وشي، د پولیو واکسین باید په اغېزشیندونکي توګه پلي شي او د مخنیوي لپاره یې یو مناسب پلان پلی شي.
هغه د تورخم په دروازه کې د راستنېدونکو کسانو لپاره د اسانتیاوو د رامینځته کولو او په هرات ولایت کې د تلسیمیا ناروغانو د درملنې لپاره جوړو شويو روغتونونو ته د عصري تجهیزاتو د برابرولو یادونه کړې ده او په دې برخه کې یې د روغتیا د نړیوال سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین روان دی.
افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لا تر اوسه پکې پولیو ناروغي له منځه نه ده تللې.