طالبانو د ننګرهار له بند خونې ۳۱۷ تنه ازاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160774-طالبانو_د_ننګرهار_له_بند_خونې_۳۱۷_تنه_ازاد_کړل
طالبانو ویلي، چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د ننګرهار له محبس څخه ۳۱۷ تنه بندیان ازاد کړل.
(last modified 2025-05-30T06:09:35+00:00 )
May 30, 2025 10:38 Asia/Kabul
  • طالبانو د ننګرهار له بند خونې ۳۱۷ تنه ازاد کړل

طالبانو ویلي، چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د ننګرهار له محبس څخه ۳۱۷ تنه بندیان ازاد کړل.

د را پورونو له مخې؛ دغه راز د ننګرهار محبس کې د ۳۸۵ نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی هم اعلان شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د محبس  د چارو مدیر مولوي سهیل سعید له خوشې شویو بندیانو غوښتي، چې بیا ځلې جرمونو ته له مخه کولو ډډه او خپله ازادي صلب نه کړي.

ټاکل شوې، د اختر په مناسبت د هېواد له نورو زندانونو څخه هم بندیان ازاد شي.