په امریکا کې د افغانستان یو وګړی ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160904-په_امریکا_کې_د_افغانستان_یو_وګړی_ووژل_شو
زموخبریال راپور راکړی سرچینې وايي چې د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو افغان وګړی په ډزو وژل شوی دی.
(last modified 2025-06-02T04:23:34+00:00 )
Jun 02, 2025 08:51 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د افغانستان یو وګړی ووژل شو

زموخبریال راپور راکړی سرچینې وايي چې د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو افغان وګړی په ډزو وژل شوی دی.

سرچینو نن  وویل چې دا پیښه پرون د هغه د کور مخې ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان سړی «رئیس سیلاب» نومیده او د خوست ولایت و.

سرچینې وايي چې د هغه ملګرو لومړی ورسره ټلېفوني اړیکه نیولې ده او له خپل کوره د وتلو پر مهال یې په ډزو وژلی دی.

د دې وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.

د ټیکساس ایالت پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم یو افغان ژباړونکی د امریکا له پولیسو سره د لفظي شخړې په پایله کې وژل شوی و.