په افغانستان کې د کانګو تبې پېښې په زیاتېدو دي
(last modified Fri, 06 Jun 2025 03:00:39 GMT )
Jun 06, 2025 07:30 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کانګو تبې پېښې په زیاتېدو دي

د لوی اختر په رارسېدو سره د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د کانګو تبې (CCHF) پېښې مخ په ډېرېدو دي.

روغتیا نړیوال سازمان پنجشنبه د غبرګولي پر ۱۵مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې د دې ناورغۍ په ډېرېدو سره ګڼې ټولنې له ګواښ سره مخام کېږي.

نوموړي سازمان د افغانستان اوسېدونکو ته په اشارې ویلي: خبر اوسئ او د ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره احتیاطي اقدامات وکړئ.

کانګو تبه وېروسي ناروعي ده چې حشرې یا خځندې او څاروي یې انسانانو ته لېږدوي. سردرد، سخته تبه، د ملا او بندونو درد، خوابدي، د سترګو سره کېدل، ستوني درند او ستړیا د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.

دې ناروغۍ له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.