تر ۹ میلیونه زیات افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161192-تر_۹_میلیونه_زیات_افغانان_د_خوړو_له_کمښت_سره_مخ_دي
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، په افغانستان کې ۹.۵ ملیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي.
(last modified 2025-06-09T03:46:53+00:00 )
Jun 09, 2025 08:14 Asia/Kabul
  • تر ۹ میلیونه زیات افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، په افغانستان کې ۹.۵ ملیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

دغه پروګرام زیاتوي، چې په یاد شمېر کې ۱.۶ ملیونه خلک په بیړني ډول مرستو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

په عامو او اړمنو افغانانو کې هم د دې مرستو کمښت حس شوی.

یو شمېر یې وایي، چې د یادو مرستو د کمښت له امله په زیات شمېر کورنۍ د خوراکي توکو موندلو ته حیران او کورنۍ یې په لوږه شپې سبا کوي.

د دې ترڅنګ ‏ګارډین ورځپاڼې د “میرسي کورپس” موسسې د راپور په حواله لیکلي، کابل کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلون له امله تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په تېرو لسو کلونو کې ۳۰ متره ښکته شوې ده.

راپور زیاتوي چې د کابل له نیمو زیاتو څاګانو اوبه وچې شوې او د ښار تر ځمکې لاندې شاوخوا ۸۰ سلنه اوبه د استفادې وړ نه دي.