ملابرادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اړیکو پر پراختیاخبرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161872-ملابرادر_د_اذربایجان_له_لومړي_وزیر_سره_د_اړیکو_پر_پراختیاخبرې_کړي
د طالبانو ‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان تللی دی.
(last modified 2025-07-02T21:05:48+00:00 )
Jul 03, 2025 01:29 Asia/Kabul
  • ملابرادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اړیکو پر پراختیاخبرې کړي

د طالبانو ‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان تللی دی.

د تاند په لیکنه، نوموړي د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدا... فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې کتنه کې د کابل او باکو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغې کتنه کې برادر له اذربایجاني لوري غوښتي چې د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو د مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او مسلکي زده‌کړو په برخو کې له افغانانو سره همکاري وکړي او خپلې تجربې شریکې کړي.

خبرپانه کاږي چې اسدوف په دغې کتنه کې د کانونو د اکتشاف او استخراج، د نوي کېدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، د کرهڼې میکانیزه کولو او د ریل پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.

د اذربایجان لومړي وزیر زیاته کړې چې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه کاري ډله جوړه شوې او لومړنۍ غونډه یې هم په کابل کې شوې او بله ناسته به یې په ازبکستان کې وشي.