مسکو به له سرپرست حکومت سره همکاریو ته دوام ورکوي
د روسیې بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې سرپرست حکومت د سیمې د امنیت تامین په ځانګړې توګه له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري او له همدې امله مسکو به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا یوې غونډې ته ویلي، د مسکو له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندو د افغانستان اوسنیو چارواکو سره د روسیې بشپړ شراکت ته لارې پرانیستي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ټینګار کوي چې هېواد یې طالبانو سره د خبرو په حال کې دی، څو اقتصادي او سوداګرۍ همکارۍ نورې هم پراخې شي.
ورته وخت کې د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې، د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې سره د اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره مهم دی او سرپرست حکومت هڅه کوي چې دغه اړیکې نورې هم پراخې شي.
د چارو یوشمېر کارپوهان د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي او وايي، د سیمهییز امنیت په څېر مهم مسایل کولای شي له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
روسیه سیمه کې له ځواکمنو هېوادونو شمېرل کېږي او لومړنی هېواد دی چې سرپرست حکومت یې په رسمیت وپېژانده.