هند افغانستان ته د سي پیک له پراخېدو سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162742-هند_افغانستان_ته_د_سي_پیک_له_پراخېدو_سره_مخالفت_وکړ
د افغان رسندویو له راپور سره سم ، هند افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي کوریډور (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.
(last modified 2025-07-25T07:56:08+00:00 )
Jul 25, 2025 12:20 Asia/Kabul
  • هند افغانستان ته د سي پیک له پراخېدو سره مخالفت وکړ

د افغان رسندویو له راپور سره سم ، هند افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي کوریډور (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.

د هند د بهرنیو چارو د دولت وزیر کیرتي وردهن سنګ دا دریځ د خپل هیواد پارلمان ته په رسمي بیان کې څرګند کړ. نوموړي وویل، حکومت د مې په ۲۱ مه نېټه په پیکینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان له درې‌اړخیزې غونډې خبر دی، چې په لړ کې یې د سیمه‌ییزې همکارۍ، په ځانګړي ډول د لارو په اړه خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه:«حکومت په پرله‌پسې ډول له اړوندو خواوو سره خپل اعتراض شریک کړی دی .

Image Caption

 

په مې میاشت کې د پیکینګ په غونډه کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو خپله  ګروهنه څرګند ه کړه  چې درې‌اړخیزه همکاریو ته لا پراختیا ورکړي، په ځانګړې ډول د اقتصادي یوځای والي او اتصال په برخو کې.

چین څرګنده کړې چې غواړي CPEC افغانستان ته هم وغځوي، څو د دغه جګړه ځپلي هېواد د بیا رغونې او پراختیا هڅو ته پراخ ملاتړ برابر شي.