افغان طالبانو د زړو قرآن‌کریمونو او دیني کتابونو راټولول پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163742-افغان_طالبانو_د_زړو_قرآن_کریمونو_او_دیني_کتابونو_راټولول_پیل_کړل
د افغان طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول افغانستان کې د زړو قرآن‌کریمونو، سپارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.
(last modified 2025-08-25T08:27:09+00:00 )
Aug 25, 2025 12:50 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو د زړو قرآن‌کریمونو او دیني کتابونو راټولول پیل کړل

د افغان طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول افغانستان کې د زړو قرآن‌کریمونو، سپارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.

دغه وزارت نن (دوشنبه) ویلي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه لارښوونې پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن‌کریمونو، سپارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د راټولولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب تر مشـرۍ لاندې جامع طرحه جوړه شوه.

د دغې طرحې له مخې به د لسګونو کلونو لپاره د یادو مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي انجینرانو لخوا د ولایاتو په تناسب ټاکل شوي او د اړوندو ادارو په همغږۍ د اوقافي ملکیت په توګه یې د ثبت کېدو لړۍ هم روانه ده.

د افغانستان په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي.