په افغانستان کې د متقاعدینو د تقاعد ورکړه بېرته پیل شوه
د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې متقاعدينو ته د تقاعد د ورکړې لړۍ بېرته پيل شوه.
د مالیې وزارت د تقاعد خزانې عمومي رییس مولوي محمد رحماني وايي چې دغه لړۍ سر له ننه د یوه منظم پلان او مهال وېشل له مخې پیل شوې ده.
نوموړی وايي، په لومړۍ مرحله کې به د ۹ بېلابېلو ادارو متقاعدین د یوې میاشتې په موده کې خپل د تقاعد حقوق ترلاسه کړي.
هغه له ټولو متقاعدینو څخه غوښته کړې، چې له نوبت پرته دې دغه ریاست او ځانګړې محکمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
متقاعدین شکایت لري، چې څو کاله یې تقاعد نه دی ترلاسه کړی، او د دې له امله یې اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ شوی دی.
چارواکي وايي، متقاعدین دې د تقاعد د ورکړې لپاره اړین اسناد لکه د تقاعد سند، د خدمت موده، د هویت تذکره او نور اړین اسناد د اړوند ادارو سره شریک کړي، ترڅو د دې اسنادو له مخې، د دوی تقاعد تایید او ورکړل شي.
هېره دې نه وي چې د طالبانو د مشرتابه لخوا په دې موخه د متقاعدينو د حقونو ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوې ده.