پرون له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163828-پرون_له_۱۰۰۰_څخه_زیاتې_کورنۍ_افغانستان_ته_ورستنې_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۱۶۸ افغانې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې دي.
(last modified 2025-08-27T09:51:55+00:00 )
Aug 27, 2025 14:19 Asia/Kabul
  • پرون له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان  ته ورستنې شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۱۶۸ افغانې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن راپور ورکړ چې ۵۷۴ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۵۱ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۰۸ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، درې کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې او ۴۳۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ورستنې شوې دي.

وړمه ورځ هم، له ۱۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو وتل دوام لري او په وروستیو ورځو کې زیات شوي دي.

دا کورنۍ له ایران او پاکستانه په داسې  حال کې وځي چې اسلام آباد پلان لري چې تر یوې بلې اونۍ د افغان کډوالو اېستل ګړندي کړي.