په افغانستان کښې د ماشومانو وژل د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور احمد پښتین» د افغانستان پر خوست او ننګرهار ولایتونو بریدونه چې د طالبانو حکومت یې د پاکستان پوځ کار بولي، د افسوس او سختې غندنې وړبللي دي.
منظور احمد پښتین د پاکستان پوځ تورن کړ چې ګواکې لر او بر "عام پښتانه" په نښه کوي او ویلي یې دي چې د ماشومانو وژل هېڅ د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي.
د طالبانو حکومت ویلي پر خوست او ننګرهار "د پاکستاني پوځ بېپیلوټه الوتکې په بریدونو کې ولسي کورونه په نښه شوي او قربانیان یې تر ډېره ښځې او ماشومان دي."
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول پر خوست او ننګرهار بریدونو کې د خپلې ښکېلتیا په اړه لا رسمي څه نه دي ویلي او نه یې هم د ښاغلي پښتین دې خبرو ته کوم غبرګون ښکاره کړی دی.
خو په تېر وخت کې یې د وزیرستان په ګډون د پښتونخوا په ځينو سیمو کې د پوځي عملیاتو لامل هلته د پاکستاني طالبانو او نورو وسلهوالو موجودیت یاد کړی دی.
په تېر کې پر خوست بریدونو کې تر ډېره له وزیرستانه هلته کډه شوو خلکو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون پر اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار کړی او په خوست او ننګرهار کې یې تېرې شپې د بریدونو په تړاو خپل احتجاج ور اورولی دی.
د طالبانو حکومت په یوه وینا پاڼه کې دا برید غندلی او (صریح ) تیری یې بللی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي " پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسؤولیته کړنې حتما پایلې لري.
وینا پاڼه زیاتوي " د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم خلاف ورزۍ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل ګڼي."
د طالبانو حکومت کې د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي چې په برید کې په نښه شوې کورنۍ د کوم سیاسي کس نه بلکې "زیانمن کس یو عام تجار دی او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري."
د افغانستان په خوست او ننګرهار کې دطالبانو حکومت چارواکو ویلي، تېره شپه دواړو سیمو کې ولسي کورونه په نښه شوي او قربانیان تر ډېره ښځې او ماشومان دی.
د طالبانو حکومت کې د خوست ولایتي ادارې ویاند مستغفر وویل، د دغه ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د ځدرانو قوم اړوند د یوه ځايي سوداګر کور په نښه شوی چې درې ماشومان په کې وژل شوي او د ښځو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.
نوموړی ټینګار کوي په نښه شوې کورنۍ کوم سیاسي تړاونه نه لري "زیانمن کس یو عام تجار دی، او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري."
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم چارواکو ویلي، د شینوارو ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې ډرون برید " د یوه ولسي کس کور په نښه کړی دی." د ننګرهار ولایتي ادارې یوې ویناپاڼه کې ویلي، دغه برید کې یوه مېرمن او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
پاکستاني چارواکو هم لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
په تېر کې هم په خوست، کونړ او پر ډیورنډ کرښه نورو سیمو کې ورته بریدونو مرګ ژوبله اړولې څه چې د پاکستان له حکومت سره د طالبانو حکومت اړیکې ترینګلې کړې وې.