له افغانستانه د امريکائي عسکرو وتل د خلکو د جهاد نتيجه وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164024-له_افغانستانه_د_امريکائي_عسکرو_وتل_د_خلکو_د_جهاد_نتيجه_وه
د افغانستان د طالبانو د حکومت مرستيال ويندوي د امريکائي عسکرو  د وتلو د ورځې په مناسبت ټينګار وکړ چې دا ورځ د خلکو د مقاومت او جهاد نتيجه وه چې د بهرني نیواک په وړاندې ترسره شوه او د امريکا او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو لامل شوه.
(last modified 2025-08-31T21:50:39+00:00 )
Sep 01, 2025 02:17 Asia/Kabul
  •  له افغانستانه د امريکائي عسکرو وتل د خلکو د جهاد نتيجه وه

د افغانستان د طالبانو د حکومت مرستيال ويندوي د امريکائي عسکرو  د وتلو د ورځې په مناسبت ټينګار وکړ چې دا ورځ د خلکو د مقاومت او جهاد نتيجه وه چې د بهرني نیواک په وړاندې ترسره شوه او د امريکا او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو لامل شوه.

د تسنيم خبري اژانس  د راپور له مخې، د  افغانستان د طالبانو د حکومت مرستيال وياند  حمدالله فطرت  د امريکائي عسکرو د وتلو د څلورمې کليزې په مناسبت په يوه غږيز پيغام کې وويل چې دا ورځ د ۲۰ کلونو جهاد او د خلکو د قربانيو د ملموسې نتيجې په توګه راغلې ده، چې په پايلې کې ئې د امريکا او ناټو ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

هغه زياته کړه: دا ورځ ثابتوي چې د افغانستان خاوره او ملت  هیڅوک نشی  نیولی او افغانان د خپلې خپلواکۍ لپاره خپل ژوند او شتمني قربانولو ته چمتو دي.

فطرت ټينګار وکړ: دا هم ثابته شوې ده چې هر نیواکګر، له هر ډول ځواک او نويو وسلو سره چې زمونږ هېواد ته راغلی، په کلکه د افغانستان د مجاهدو خلکو د مقاومت سره مخ شوی او بالاخره ئې ځواک، امکانات او ټکنالوژي د ايمان د ځواک په وړاندې ماته خوړلې ده.

د  افغانستان د طالبانو د حکومت مرستيال وياند زياته کړه:  د سنبلې نهمه نیټه د افغانستان په تاريخ کې يوه وياړلې او خورا مهمه تاريخي ورځ ده؛ دا ورځ د ۲۰ کلونو جهاد او د افغانستان د مجاهدو خلکو د قربانيو د يوه  بل  بهرني نیواک په وړاندې د ملموسې نتيجې په توګه ده، چې په پايلې کې ئې د امريکا او ناټو ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.