د کندهار انارو څخه به سږکال ۲۴۷ زره ټنه حاصل ترلاسه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165476-د_کندهار_انارو_څخه_به_سږکال_۲۴۷_زره_ټنه_حاصل_ترلاسه_شي
کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې سږکال به د دغه ولایت انار شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه د انارو حاصل ولري.
(last modified 2025-10-05T03:06:59+00:00 )
Oct 05, 2025 07:34 Asia/Kabul
  • د کندهار انارو څخه به سږکال ۲۴۷ زره ټنه حاصل ترلاسه شي

کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې سږکال به د دغه ولایت انار شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه د انارو حاصل ولري.

د یاد ریاست ویاند محمدحنیف حقمل زیاته کړې چې، دا حاصلات د ارغنداب، ارغستان، شاولیکوټ، خاکریز، زېړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانیشین ولسوالیو ترلاسه کېږي.

د حقمل د مالوماتو پر اساس په یادو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۵زره هکټاره ځمکه د انارو بڼوڼه موجود دي. نوموړی زیاتوي چې د ارغنداب او ارغستان انار په نړیوالو بازارونو کې ځانګړي غوښتونکي او د ښه کیفیت له امله ځانګړی نوم لري.

د هغه په وینا، سږکال د افتونو او ناروغیو اغېزې لږې وې نو له همدې امله حاصلات ښه شوي.

بل لورته بیا بڼوال د حاصلاتو په راټولولو، بسته‌بندۍ او نورو برخو کې د طالبانو د کرنې له ریاسته د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي. دوی وایي سږکال انار له ناروغیو پاک او کیفیت یې د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه دی.

کندهاري انار د نورو هېوادونو ترڅنګ په داخل د افغانستان کې هم ښه نوم او زیات مینه وال لري. د دې مېوې له رسېدو سره سم د هېواد له ګوټ ګوټ خلک دغه ولایت ته د انارو د خوراک لپاره ورځي او یا له هغه ولایته انار غواړي.