ملا برادر: نړۍ دې د فشار راوړلو پرځای اړیکې پراخې کړي
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
هغه بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار پيل مراسمو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د تحریمونو او بېځایه فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه، بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.
ده وویل، اسلامي امارت د سیمهییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري، مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې، خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل د دې واضح پیغام ورکوي چې افغانستان کې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره ده او هر څوک کولی شي، له دې فرصت ګټه واخلي.
د یادونې ده چې مزارشریف ښار کې دغه ۸ پوړیز سوداګریز مارکېټ چې د ۷۴۳ میلیون افغانۍ په پانګونه د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړیږي، ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، جومات او پارګېنګ لري.
د دغه مارکېټ ودانیزې چارې به دوو کلونو کې بشپړې او هر کال به د اسلامي امارت خزانې ته ۴۳ میلیون افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.