افغانستان لاهم د انساني مرستو په تمه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172014-افغانستان_لاهم_د_انساني_مرستو_په_تمه_دی
ملګرو ملتو ویلي چې د افغانستان نیمايي وګړي همهغه شان انساني مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2026-04-15T07:29:39+00:00 )
Apr 15, 2026 11:54 Asia/Kabul
  • افغانستان لاهم د انساني مرستو په تمه دی

ملګرو ملتو ویلي چې د افغانستان نیمايي وګړي همهغه شان انساني مرستو ته اړتیا لري.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې افغانستان په روان میلادي کال کښې هم د یو ستر انساني کړکیچ په توګه پاتې دی.

دغې بسپنې په خپل رپورټ کښې ویلي دي چې یاد بحران د کلونو کلونو د نښتو، کمزوري اقتصاد او د انساني حقوقو د کمزورې کولو په وجه رامینځته شوی دی.

یونیسف زیاته کړې چې په روان کال کښې تقریباً ۲۲ میلیون کسان، انساني مرستو ته اړمن دي.

د دغه ارګان په وینا، له دغه شمیر څخه څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان په انساندوستانه مرستو پايي.