د افغانستان طالبانو ۹۰۰ کتابونه ضبط کړل
پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې په تیر کال کښې یې د افغانستان له خصوصي کتابتونونو څخه ۹۰۰ کتابونه راغونډ کړي دي.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغه وزارت «د کتابونو د ارزونې کمیشن» تیر کال ۹۰۰ ټوکه کتابونه د افغانستان له خصوصي یا پرائیویټ کتابتونونو راغونډ کړي دي.
یادې وزارتخانې ویلي دي، دغه کتابونه ځکه له کتابتونونو راغونډ کړی شوي چې «له اصولو او معیارونو» سره یې سمون نه درلود.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغو کتابونو او د هغو اصولو او معیارونو په اړه ډیر معلومات نه دي وړاندې کړې چې دغه کتابونه یې خلاف پیژندل شوي دي.
طالبانو له دې مخکښې ویلي وو چې کوم کتابونه چې د شرعې د اصولو او همداشان د افغانستان له قانون سره په ټکر کښې وي، هغه به راغونډ کړي.