د فراه پر پوله د ایران او افغانستان د ترانزیت ستونزې هوارېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173016-د_فراه_پر_پوله_د_ایران_او_افغانستان_د_ترانزیت_ستونزې_هوارېږي
د افغانستان او ایران چارواکي د فراه ولایت په سرحدي نقطه کې د ترانزیټي ستونزو د کمولو او د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا په اړه د هوکړې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
(last modified 2026-05-17T11:28:33+00:00 )
May 17, 2026 15:49 Asia/Kabul
  • د فراه پر پوله د ایران او افغانستان د ترانزیت ستونزې هوارېږي

د افغانستان او ایران چارواکي د فراه ولایت په سرحدي نقطه کې د ترانزیټي ستونزو د کمولو او د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا په اړه د هوکړې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د فراه والي محمد حافظ مجاهد د دې ولایت د سرحدي نقطې د لیدنې پر مهال له ایراني چارواکو سره د ترانسپورتي ستونزو د کمولو او د سوداګریزو مالونو د چټک لېږد په اړه خبرې وکړې.

تر دې وړاندې افغان سوداګرو تل د ایران پر پولو، په ځانګړي ډول د فراه په نقطه کې، د ترانزیټ د ورو بهیر شکایت کړی و. د لاریو اوږده کتارونه، پېچلي ګمرکي تشریفات او د دواړو خواوو د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دې لامل کېده چې د توکو لېږد څو ورځې وځنډېږي.

د تفتیش د وخت کمول، د پولې د کاري ساعتونو زیاتول او د ګمرکي کړنلارو یو شان کول هغه موارد دي چې دواړه لوري پرې د نظر تبادله کوي.