د ایران په دوغارون سیمې کې یو لوي آزاد تجارتي ښار جوړیږي
د ایران د دوغارون آزادې سیمې اجرائي مشر محمدرضا مودودي ویلي، دغه سند د دوغارون د پراختیا د لارې نقشې په توګه د هېواد په ختیځ کې د یوه اوسمهاله تجارتي ښار د جوړېدو لاره ټاکي.
د ایران د دوغارون آزادې سیمې اجرائي مشر ویلي چې د دغې سیمې د پراختیا سند د اووم نسل ازادو سیمو د ماډل پر بنسټ چمتو شوی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د دوغارون آزادې سیمې اجرائي مشر محمدرضا مودودي ویلي، دغه سند د دوغارون د پراختیا د لارې نقشې په توګه د هېواد په ختیځ کې د یوه اوسمهاله تجارتي ښار د جوړېدو لاره ټاکي.
دغه ایراني چارواکي د دوغارون سیمې ستراتیژیکو ظرفیتونو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان له څلوېښت میلیوني بازار سره نږدېوالی او د مشهد ـ هرات د نښلوونکې لارې پر چورلیز واقع کېدل، دوغارون د ایران په ختیځ کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او لوجستیکي خدمتونو له مهمو احتمالي مرکزونو څخه ګرځولی دی.
د ځینو سرچینو په وینا، د اووم نسل ازادو سیمو اهمیت ځکه زیات شوی چې نړۍ د ازادو سیمو له لومړنیو نسلونو تېرېدلې او اوس ازادې سیمې د نوښت، صادراتو، ټکنالوژۍ او مصنوعي ادارې پر محرکونو بدلې شوې دي؛ داسې ظرفیتونه چې ایران غواړي ترې ګټه واخلي.