د ایران په دوغارون سیمې کې یو لوي آزاد تجارتي ښار جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173036-د_ایران_په_دوغارون_سیمې_کې_یو_لوي_آزاد_تجارتي_ښار_جوړیږي
د ایران د  دوغارون آزادې سیمې  اجرائي مشر محمدرضا مودودي ویلي، دغه سند د دوغارون د پراختیا د لارې نقشې په توګه د هېواد په ختیځ کې د یوه  اوسمهاله  تجارتي  ښار د جوړېدو لاره ټاکي.
(last modified 2026-05-18T02:11:12+00:00 )
May 18, 2026 06:34 Asia/Kabul
  •  د ایران په دوغارون سیمې کې یو لوي آزاد تجارتي ښار جوړیږي

د ایران د  دوغارون آزادې سیمې  اجرائي مشر محمدرضا مودودي ویلي، دغه سند د دوغارون د پراختیا د لارې نقشې په توګه د هېواد په ختیځ کې د یوه  اوسمهاله  تجارتي  ښار د جوړېدو لاره ټاکي.

د ایران د دوغارون آزادې سیمې اجرائي  مشر ویلي چې د دغې سیمې د پراختیا سند د اووم نسل ازادو سیمو د ماډل پر بنسټ چمتو شوی دی.

 زمونږخبریال راپور راکړ،  د ایران د  دوغارون آزادې سیمې  اجرائي مشر محمدرضا مودودي ویلي، دغه سند د دوغارون د پراختیا د لارې نقشې په توګه د هېواد په ختیځ کې د یوه  اوسمهاله  تجارتي  ښار د جوړېدو لاره ټاکي.

Image Caption

 

دغه ایراني چارواکي د دوغارون سیمې ستراتیژیکو ظرفیتونو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان له څلوېښت میلیوني بازار سره نږدېوالی او د مشهد ـ هرات د نښلوونکې لارې پر چورلیز  واقع کېدل، دوغارون د ایران په ختیځ کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او لوجستیکي خدمتونو له مهمو احتمالي مرکزونو څخه ګرځولی دی.

د ځینو سرچینو په وینا، د اووم نسل ازادو سیمو اهمیت ځکه زیات شوی چې نړۍ د ازادو سیمو له لومړنیو نسلونو تېرېدلې او اوس ازادې سیمې د نوښت، صادراتو، ټکنالوژۍ او مصنوعي ادارې پر محرکونو بدلې شوې دي؛ داسې ظرفیتونه چې ایران غواړي ترې ګټه واخلي.