د شاپور ځدران جنازه ادا او جسد یې خاورو ته وسپارل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175046-د_شاپور_ځدران_جنازه_ادا_او_جسد_یې_خاورو_ته_وسپارل_شو
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچونکي شاپور ځدران جنازه نن د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او جسد یې د همدې ولایت په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
(last modified 2026-07-09T08:46:09+00:00 )
Jul 09, 2026 13:13 Asia/Kabul
  • د شاپور ځدران جنازه ادا او جسد یې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچونکي شاپور ځدران جنازه نن د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او جسد یې د همدې ولایت په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ارواښاد د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ د پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو او اداري مسؤلینو سربېره د طالبانو د حکومت چارواکو، عامو ولسونو او ګڼ شمېر نورو شخصیتونو ګډون کړی وو.

شاپور ځدران دوه ورځې وړاندې په هند کې د درملنې پر مهال د ۳۹ کلنۍ په عمر وفات شو.