ایرلینډ افغانستان سره لوبو ته امنیتي تدابیر نیسي
د ایرلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو لپاره به د پولیسو او سیمهییزو ادارو په همکارۍ پراخ امنیتي تدابیر ونیسي.
دغې ادارې ویلي، د افغانستان د ملي لوبډلې د حضور په اړه د سیاسي او ټولنیزو حساسیتونو له امله، د پنځو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو لپاره یې د امنیتي تدابیرو یوه ټولګه په پام کې نیولې ده.
د کرکټ ادارې ویلي، دوی له شمالي ایرلنډ پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره په بشپړه همغږۍ کې دي، څو ټولې سیالۍ په خوندي او تر کنټرول لاندې فضا کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر دې مخکې اعلان کړی و چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځوس اوریزې سیالۍ ټاکل شوې چې د روان لمریز کال د زمري له څوارلسمې تر څلرویشتمې پورې د ایرلنډ په کوربهتوب ترسره شي.
دغه سیالۍ د نړیوال کرکټ په ډګر کې د ایرلنډ د موقعیت له امله د افغانستان لپاره ډېرې مهمې بلل شوې دي.