طالبان: د دوحې تړون امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي
د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو او د دوحې د تړون د خبرو اترو د پلاوي له غړو څخه شهابالدین دلاور، وايي چې دوی په دغه تړون کې خپلو ټولو امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي دي.
دلاور ویلي، د دوحې د تړون تر ټولو مهم موارد د افغانستان د ټول هېواد د امنیت تأمین، د هغو ډلو د فعالیتونو مخنیوی چې د سیمې امنیت ګواښي، او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول وو.
دلاور چې اوس مهال د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مشري پر غاړه لري، د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر اختلاف ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن په پیل کې د ۱۴ میاشتو په موده کې پر وتلو ټینګار کاوه، خو په پای کې د امریکايي ځواکونو وتلو ۱۸ میاشتې وخت ونیو.
د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تړون په اړه د ډېرو په باور، همدغه تړون په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط لپاره زمینه برابره کړه.