د ایران د کرنې وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کابل ته ورسېد
پارس تودی-د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی، څو له اسلامي امارت چارواکو سره لیدنې وکړي او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له لومړني نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړي.
د پارس تودی له راپور سره سم، په کابل کې د ایران سفارت ویلي، نوري قزلجه نن سهار کابل ته رسېدلی او د سفر موخه یې له افغان چارواکو سره خبرې او د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون لیدنه ده.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرون په کابل کې د «له کروندې تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو.
د نندارتون موخه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو معرفي، د پانګونې راجلبول، د سوداګریزو همکاریو پراخول او د کرنې او مالدارۍ سکټور ملاتړ بلل شوی دی.
کابل ته د ایران د کرنې وزیر سفر داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان او ایران د کرنې، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
اقتصاد پوهان وایي افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او له ګاونډیو هېوادونو سره د تجربو او ټکنالوژۍ شریکول کولی شي د دې سکټور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.