په نورستان کې ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176568-په_نورستان_کې_ترافیکي_پېښه_کې_دوه_کسان_مړه_شوي
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د شمګل په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-08-14T09:56:36+00:00 )
Aug 14, 2026 14:23 Asia/Kabul
  • په نورستان کې ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د شمګل په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب وایي، پېښه تېره ورځ، پنجشنبه ناوخته، رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاد موټر له منډول ولسوالۍ څخه د لغمان ولایت پر لور روان و چې د نورګرام ولسوالۍ د شمګل په سیمه کې له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي چې د نورګرام ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي.