افغانستان کې د کرکټ لومړۍ درجه سیالۍ پیل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177004-افغانستان_کې_د_کرکټ_لومړۍ_درجه_سیالۍ_پیل_شوي
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د لومړۍ درجې کرکټ سیالیو نهم پړاو، چې د احمدشاه ابدالي جام په نوم ترسره کېږي، د شنبې په ورځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.
(last modified 2026-08-23T08:59:15+00:00 )
Aug 23, 2026 13:25 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د کرکټ لومړۍ درجه سیالۍ پیل شوي

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د لومړۍ درجې کرکټ سیالیو نهم پړاو، چې د احمدشاه ابدالي جام په نوم ترسره کېږي، د شنبې په ورځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

ویل شوي چې دغه سیالۍ به د روان کال د تلې تر شپاړسمې، پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې ماهیپر، میوند، پامیر او هندوکش څلور لوبډلې ګډون لري.

څلور واړه لوبډلې به د ګروپي پړاو په سیالیو کې دوه ځله له یو بل سره ولوبېږي او هره لوبډله به شپږ لوبې ترسره کړي. دوه غوره لوبډلې به د پایلوبې لپاره، چې د تلې په دولسمه ترسره کېږي، لار ومومي.

د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي او د کورني کرکټ نوموتي څېرې به هم په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي به هم په لومړیو دوو سیالیو کې ولوبېږي او له هغې وروسته به د دوه زره شپږویشت کال په اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته ولاړ شي.