هلمند کې څلور کسان له ریګي دښتو ژغورل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177070-هلمند_کې_څلور_کسان_له_ریګي_دښتو_ژغورل_شوي
طالبان وايي، دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه چې د هلمند د دیشو او ګرمسېر ولسوالیو ترمنځ په ریګي دښتو کې یې لار ورکه کړې وه، ژغورل شوي دي.
(last modified 2026-08-24T08:35:25+00:00 )
Aug 24, 2026 12:47 Asia/Kabul
  • هلمند کې څلور کسان له ریګي دښتو ژغورل شوي

طالبان وايي، دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه چې د هلمند د دیشو او ګرمسېر ولسوالیو ترمنځ په ریګي دښتو کې یې لار ورکه کړې وه، ژغورل شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، له دغې کورنۍ سره د مل موټر چلوونکی لا هم لادرکه دی او د هغه د موندلو هڅې روانې دي.

دا پېښه داسې مهال ده چې څه موده مخکې د نیمروز په دښتو کې د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د ۱۴ افغانانو د مړینې او د پنځو نورو د لادرکۍ راپورونه هم ورکړل شوي وو.