یونیسف: په ۵۵ افغان روغتونونو کې روغتیايي خدمات ښه شوي
Aug 28, 2026 06:22 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې د روزنیزو پروګرامونو او روغتیايي تجهیزاتو له لارې په ۵۵ روغتونونو کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي خدمات ښه شوي دي.
یونیسف ویلي، د «HIVA» پروژې له لارې د ډاکټرانو، قابلو او نورو روغتیايي کارکوونکو مسلکي وړتیاوې د روزنې، مشورې او څارنې له لارې پیاوړې شوې دي.
د دغه بنسټ په وینا، پروژه د اسیا پراختیايي بانک په ملاتړ پلې کېږي او موخه یې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي خطرونو کمول او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی زیاتول دي.
په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي زدهکړو لپاره ۱۰ کوچني لابراتوارونه هم جوړ شوي دي.
ټیګونه