IOM په کونړ کې له ۹۸ زلزله‌ځپلو کورنیو سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177272-iom_په_کونړ_کې_له_۹۸_زلزله_ځپلو_کورنیو_سره_مرسته_کوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، د کونړ د نورګل ولسوالۍ له زلزلې زیانمنو ۹۸ کورنیو سره د کورونو په بیارغونه کې مرسته کوي.
(last modified 2026-08-28T02:06:20+00:00 )
Aug 28, 2026 06:35 Asia/Kabul
  • IOM په کونړ کې له ۹۸ زلزله‌ځپلو کورنیو سره مرسته کوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، د کونړ د نورګل ولسوالۍ له زلزلې زیانمنو ۹۸ کورنیو سره د کورونو په بیارغونه کې مرسته کوي.

دغه سازمان ویلي، د دوی ټیمونه له سیمه‌ییزو خلکو سره په همکارۍ د زیانمنو کورنیو د کورونو د بیارغونې له بهیر ملاتړ کوي او مرستې په څو پړاوونو کې د ودانیزو چارو له پرمختګ سره هممهاله ترسره کېږي.

د IOM په وینا، د دې مرستو موخه د کورنیو د استوګنځایونو بیارغونه او راتلونکي ژمي ته د هغوی چمتو کول دي.

دا مرستې داسې مهال کېږي چې وروستیو زلزلو په کونړ کې ګڼې کورنۍ زیانمنې او یو شمېر یې بې‌کوره کړې دي.