د انګلیس د کورنیو چارو وزارت: ۱۳ سلنه ناقانونه کډوال افغانان دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177370-د_انګلیس_د_کورنیو_چارو_وزارت_۱۳_سلنه_ناقانونه_کډوال_افغانان_دي
د انګلیس د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال تر جون میاشتې په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته له ۳۳ زرو ډېرو ناقانونه کډوالو د رسېدو له ډلې، ۱۳ سلنه افغانان دي.
(last modified 2026-08-30T03:14:20+00:00 )
Aug 30, 2026 07:42 Asia/Kabul
  • د انګلیس د کورنیو چارو وزارت: ۱۳ سلنه ناقانونه کډوال افغانان دي

د انګلیس د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال تر جون میاشتې په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته له ۳۳ زرو ډېرو ناقانونه کډوالو د رسېدو له ډلې، ۱۳ سلنه افغانان دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، افغانان انګلیس ته د ناقانونه راغلو کډوالو درېیمه لویه برخه جوړوي. دغه وزارت وايي، د تېر کال په پرتله د افغان کډوالو په شمېر کې ۳۷ سلنه کموالی راغلی دی.

د انګلیس حکومت د کډوالو د شمېر کمېدو لامل د انساني قاچاق پر وړاندې د اروپايي هېوادونو ګډې هڅې بولي.

په قاچاقي لارو انګلیس ته تللي افغان کډوال په داسې حال کې د قبولۍ له سختو شرایطو سر ټکوي چې دغه هېواد په قانوني لارو د افغان کډوالو د ورتګ ټولې لارې تړلې دي.

د انګلیس حکومت د روان کال په مارچ کې افغان محصلینو ته هم د ویزو ورکړه لغوه اعلان کړه.

د انګلیس د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و "په تحصیلي ویزو راغلي محصلین په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کوي".