ملګري ملتونه: افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177426-ملګري_ملتونه_افغان_نجونې_له_زده_کړو_بې_برخې_دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم له زده‌کړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بې‌برخې دي.
(last modified 2026-08-31T01:01:52+00:00 )
Aug 31, 2026 05:27 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم له زده‌کړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بې‌برخې دي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې «تشې چوکۍ او تش مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو اوسنی وضعیت څرګندوي.

UN Women زیاته کړې چې افغان نجونې لا هم زده‌کړیزو فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوامدار محدودیتونه یې راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او د ښځو او نجونو پر کار او په ټولنیز ژوند کې پر حضور هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.