کابل او مسکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177706-کابل_او_مسکو_د_دوه_اړخیزو_اړیکو_پر_لا_پیاوړتیا_ټینګار_وکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او روسیې استازو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
(last modified 2026-09-05T10:34:02+00:00 )
Sep 05, 2026 15:03 Asia/Kabul
  • کابل او مسکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او روسیې استازو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د سرچینې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

دواړو لورو د سیمې د روان وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړي او ټینګار یې کړی چې د سیمه‌ییزو تحولاتو په رڼا کې د افغانستان او روسیې دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو د پراختیا او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې شوې دي.