طالبانو په کابل کې د خاتم‌النبیین علمي مرکز محاصره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177708-طالبانو_په_کابل_کې_د_خاتم_النبیین_علمي_مرکز_محاصره_کړی
طالب ځواکونو د شنبې په ورځ، د وږي په ۱۴مه، په کابل کې د خاتم‌النبیین دیني مدرسه محاصره کړې او له مسوولانو او زده‌کوونکو یې غوښتي چې له ودانۍ ووځي.
(last modified 2026-09-05T13:24:43+00:00 )
Sep 05, 2026 17:51 Asia/Kabul
  • طالبانو په کابل کې د خاتم‌النبیین علمي مرکز محاصره کړی

طالب ځواکونو د شنبې په ورځ، د وږي په ۱۴مه، په کابل کې د خاتم‌النبیین دیني مدرسه محاصره کړې او له مسوولانو او زده‌کوونکو یې غوښتي چې له ودانۍ ووځي.

سرچینې وایي، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ګڼ ځواکونه له پوځي تجهیزاتو سره د دغه مرکز شاوخوا ځای پر ځای شوي او دا اقدام د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په لارښوونه شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې د طالبانو سپین‌بیرغ لرونکي پوځي وسایط د خاتم‌النبیین مدرسې انګړ ته ننوتلي دي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

خاتم‌النبیین علمي مرکز په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د شیعه روحاني او پخواني جهادي مشر محمدآصف محسني په نوښت په کابل کې جوړ شوی او د دیني زده‌کړو ترڅنګ علمي، څېړنیز او کلتوري فعالیتونه هم لري.