تمدن: نور د چوپتیا او زغم دوام توجیه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177726-تمدن_نور_د_چوپتیا_او_زغم_دوام_توجیه_نه_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان تمدن ټلویزیون د طالبانو له خوا د خاتم‌النبیین مدرسې د محاصرې په غبرګون کې ویلي چې له دې وروسته به چوپتیا ونه کړي او خپلو خپرونو ته به د خواله شبکو له لارې د پراخو فعالیتونو په لومړیتوب دوام ورکړي.
(last modified 2026-09-06T03:13:44+00:00 )
Sep 06, 2026 07:38 Asia/Kabul
  • تمدن: نور د چوپتیا او زغم دوام توجیه نه لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان تمدن ټلویزیون د طالبانو له خوا د خاتم‌النبیین مدرسې د محاصرې په غبرګون کې ویلي چې له دې وروسته به چوپتیا ونه کړي او خپلو خپرونو ته به د خواله شبکو له لارې د پراخو فعالیتونو په لومړیتوب دوام ورکړي.

نوموړي ټلویزیون پرون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ستونزو د سوله‌ییز او ارام حل په موخه یې د خپرونو له دوامه ډډه کړې او زغم یې غوره کړی و.

د دغې رسنۍ د اعلامیې له مخې، د طالبانو له لوري د خاتم‌النبیین مدرسې له محاصرې، د زده‌کوونکو او استادانو له ځورونې وروسته، د چوپتیا او زغم دوام نور هېڅ توجیه نه لري.

دغې رسنۍ ویلي چې خپلې خپرونې به د خواله شبکو له لارې د پراخو فعالیتونو په لومړیتوب بېرته پیل کړي او د پوهېدو په موخه به ټول اسناد، مدارک او د طالبانو له عدلیې وزارت سره شوې خبرې اترې له خلکو سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون  د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر طالبان خاتم‌النیین مدرسې ته ورغلي او هغه یې محاصره کړې ده.

له دې مخکې د تمدن ټلویزیون خپرونې هم بندې شوې وې.

د تمدن ټلویزیون رییس او د خاتم‌النبیین علمي حوزې د بنسټګر محمداصف محسني لمسی محمدجواد محسني وايي چې طالبانو د دغه بنسټ ۱۲ استادان نیولي دي.

محسني پرون په فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دا استادان د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا یاد بنسټ ته د نورو جنګیالیو له لېږد وروسته نیول شوي دي.

محسني ویلي چې د دغه بنسټ برېښنا هم پرې شوې ده.

د محسني په خبره، د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا دغه بنسټ ته لېږل شوي ځينې کسان پر وسلو سمبال دي او ځينې نور یې لرګي او ډنډې لري.

له دې مخکې سرچینو هم د دغه بنسټ د ځينو استادانو د نیول کېدو پخلی کړی و.

راپورونه ښيي چې د طالبانو د دغه ګام پر ضد ځينو کسانو اعتراض کړی او هغوی له معترضانو سره تاوتریخجن چلند کړی دی.