هند: نړۍ باید د افغانستان نوی واقعیت ومني
هند ویلي چې نړۍ باید د افغانستان نوی واقعیت ومني او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د چلند د بدلون پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: نړۍ باید د افغانستان نوي حقیقت ته غاړه کښیږدي او د بشري غمیزې د مخنیوي لپاره لا ډېر ملاتړ برابر کړي.
هریش پرواتانني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د روغتیايي برخې پیاوړتیا، د بشري مرستو زیاتول او د کرنې او اقتصاد په برخو کې د همکاریو پراختیا اړینه وبلله او د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو په اشارې سره، د ناقانونه کښتونو د بدیل لپاره پر کرنیزو همکاریو ټینګار وکړ.