بیګدلي: له افغانستان سره د ایران ټرانزیټي همکارۍ پراخېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178808-بیګدلي_له_افغانستان_سره_د_ایران_ټرانزیټي_همکارۍ_پراخېږي
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست «علیرضا بیګدلي» اعلان وکړ چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ترانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو کچه مخ په پراخېدو ده، په ځانګړي ډول د چابهار بندر د کارولو په برخه کې.
(last modified 2026-09-26T02:54:39+00:00 )
Sep 26, 2026 05:53 Asia/Kabul
  • بیګدلي: له افغانستان سره د ایران ټرانزیټي همکارۍ پراخېږي

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست «علیرضا بیګدلي» اعلان وکړ چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ترانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو کچه مخ په پراخېدو ده، په ځانګړي ډول د چابهار بندر د کارولو په برخه کې.

هغه په دې اړه وویل: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانزیټ او لوجسټیک په برخه کې یوه مهمه موضوع د بندر عباس او د  چابهار  د بندرونو کارول دي.»

بیګدلي  زیاته کړه: «ایران او افغانستان په دې برخه کې له یو بل سره نږدې همکاري لري او په دې برخه کې ښه پرمختګونه هم شوي دي.»

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست  بیګدلي وویل  افغانستان په ایران کې د چابهار بندر اړوندو چارو د تعقیب لپاره خپل استازی معرفي کړی او په دې اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ هم اړیکې نیول شوې دي.

هغه وویل چې افغانستان د چابهار بندر په اړه خپل استازی ایران ته معرفي کړی دی. نوموړي زیاته کړه: «د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر اتابک سره اړیکې لرلې او په دې برخه کې ځینې پلانونه هم جوړ شوي دي.»

د راپور له مخې، بیګدلي تر دې مخکې هم ټینګار کړی و چې پر ایران د امریکا بندیزونو د ایران او افغانستان پر اقتصادي اړیکو اغېز نه دی کړی او د دواړو هېوادونو سوداګریزې همکارۍ مخ په زیاتېدو دي.

هغه ویلي وو چې ټرانزیټي لارې، په ځانګړي ډول د چابهار بندر او د میلک پوله، لا هم فعاله دي او دغه بندیزونه به پر دغو لارو منفي اغېز ونه کړي.

په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري یو میلیارد او ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

 دا اندازه په همدې موده کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ په پرتله نیم میلیارد ډالره زیاته ده.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له ازادو اوبو سره د اړیکې یوه له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان چارواکي دغه بندر د افغانستان د سمندري ترانزیټ لومړی انتخاب بولي او ټینګار یې کړی چې هوډ لري د خپلو صادراتي او وارداتي توکو د لېږد بهیر له همدې لارې تنظیم کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال «میرویس حاجي‌زاده» د افغانستان لپاره د چابهار بندر د کارولو د اهمیت په اړه وویل: «موږ له ایران سره ډېرې ښې اړیکې لرو، زموږ سوداګري له درې میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده او دا زموږ لپاره یوه لاسته راوړنه ده.»

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر اړوندو فعالیتونو لپاره، د افغانستان د اقتصادي پراختیا په موخه، له خپلو بندیزونو څخه یوه محدوده معافیت په پام کې نیولی و. خو دغه معافیت د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې لغوه شو.

 له هغې وروسته، هغه شپږ میاشتنی موقتي معافیت چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې ورکړل شوی و، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه پای ته ورسېد.

هند، چې د چابهار بندر په پراختیا کې رول لري، تر دې مخکې له امریکا څخه غوښتنه کړې وه چې په دغه بندر کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بندیزونو معافیت په پام کې ونیسي.

چابهار بندر، چې د ایران یوازینی سمندري بندر دی، د دې وړتیا لري چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ پر اصلي دروازه بدل شي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو او د ترانزیټي لارو د  ډول ډول  کولو لپاره د کابل د لېوالتیا له امله، داسې ښکاري چې چابهار بندر به د سیمې په اقتصاد کې خپل مهم رول ته دوام ورکړي؛ خو د امریکا د بندیزونو له امله رامنځته شوې ستونزې د دغه بندر د راتلونکو فعالیتونو پر وړاندې ننګونې رامنځته کړې دي.