افغانستان لسګونه غیرقانوني کډوال نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178924-افغانستان_لسګونه_غیرقانوني_کډوال_نیولي
پارس تودی-په نیمروز ولایت کې  امنیتی چارواکي وایيو لسګونه هغه کسان یې نیولي چې له قاچاقي لارو یې  له هیواده دباندې دتلو اراده درلوده
(last modified 2026-09-27T09:41:30+00:00 )
Sep 27, 2026 14:07 Asia/Kabul
  • افغانستان لسګونه غیرقانوني کډوال نیولي

پارس تودی-په نیمروز ولایت کې  امنیتی چارواکي وایيو لسګونه هغه کسان یې نیولي چې له قاچاقي لارو یې  له هیواده دباندې دتلو اراده درلوده

زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د نیمروز ولایت امنیه  قوماندانۍ ویاند  مولوي ګل محمد قدرت  وایي،دزرنج ښار په دریمه ناحیه کی یې  ۱۱۳ تنه هغه کسان چې غوښتل یې په نا قانونه توګه له هیواده دباندې ووځي. دنیمروز له لارې تر ډیره هغه کسان په ناقانونه توګه وځي چې غواړي ګاونډي هیواد ایران ته ولاړ شي.

 دنیمرزو دامنیه قوماندانۍ ویاند وایي، له دغو نیول شویو کسانو سره یې  هغه شپږ تنه له څلوروموټرو درې موټرسایکلو او یوې رکشا سره یو ځای نیولي چې له دغو  نیولو شویو کسانو سره په قاچاقي توګه له هیواده دویستلو لپاره دپیسو معامله کړې وه.دنوموړي پروینا انساني قاچاق جرم دې او له نیولو شویو  انساني قاچاق وړونکو سره به دقانون په رڼا کې چلند ترسره کیږي