د پنجوایي قربانیان د رابرت بیلز د محاکمې غوښتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178944-د_پنجوایي_قربانیان_د_رابرت_بیلز_د_محاکمې_غوښتنه_کوي
افغانستان - افغانان د هغو بهرنیو پوځیانو د محاکمې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې یې جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
(last modified 2026-09-28T06:19:38+00:00 )
Sep 28, 2026 10:33 Asia/Kabul

افغانستان - افغانان د هغو بهرنیو پوځیانو د محاکمې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې یې جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

دوی له نړیوالو بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو محکمو څخه غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب پر ۲۱مه، امریکايي عسکر رابرت بیلز د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې له خپل پوځي مرکز څخه د شپې له خوا له اجازې او خبرتیا پرته وتلی وو او د یوه ځایي اوسېدونکي، باران اخندزاده، د کورنۍ ۱۶ غړي یې وژلي وو چې نهه تنه یې ماشومان وو.

باران اخندزاده وايي، دغه امریکايي عسکر د کورنۍ د غړو له وژلو وروسته د هغوی جسدونه هم سوځولي وو.

نوموړی زیاتوي چې له پېښې وروسته د هغه مهال ولسمشر حامد کرزی او نړیواله ټولنه له دغه پېښې او د امریکايي پوځي له کړنو خبر شوي وو.

اخندزاده وايي، هغه مهال دوی ته ویل شوي وو چې رابرت بیلز نیول شوی او په امریکا کې به په پوځي محکمه کې محاکمه شي.

د نوموړي په وینا، دوه ځله امریکا ته هم بلل شوی وو، څو د دغه عسکر د محاکمې بهیر له نږدې وویني؛ خو هغه وایي، چې د محاکمې بهیر یوازې نمایشي بڼه لرله.

نوموړی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو دوه کاله وروسته یې یو ځل بیا د رابرت بیلز د محاکمې غوښتنه وکړه. اخندزاده زیاتوي چې د بشري حقونو د ملاتړ په نوم د نړیوالو بنسټونو له نوم اورېدو هم ستړی شوی، ځکه د ده په وینا، د دوی د کورنۍ د غړو د وژنې لپاره تر اوسه عدالت نه دی شوی.

د پنجوایي ولسوالۍ نور اوسېدونکي هم، د دغې پېښې له رامنځته کېدو کلونه وروسته، د پنجوایي او د افغانستان په نورو سیمو کې د ورته پېښو د عاملینو د محاکمې او سزا غوښتنه کوي.

د پوهنتون استاد او چارو شنونکی تمهیدالله سیلانی وايي، که څه هم اوس مهال افغانانو ته نړیوالو بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او محکمو ته لاسرسی ستونزمن یا ناشونی دی، خو نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د امریکا او ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د شل کلن حضور پر مهال د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه شفافې او عادلانه څېړنې وکړي.

په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د خپل شل کلن حضور پر مهال د کندهار د پنجوایي د پېښې په څېر د ګڼو بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو تورونو سره مخ شوي دي؛ خو د دې پېښو له ډلې یوازې یو شمېر یې رسنیزې شوې او نړیوالو ته رسېدلې دي.

محمد آصف شینواری