فطرت: څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته ورستانه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179010-فطرت_څه_باندې_زر_افغان_کډوال_هېواد_ته_ورستانه_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبان وایي چې له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ۲۵۳ کډوالې کورنۍ چې ۱۱۳۵ کسان پکې شامل دي، راستنې شوې دي.
(last modified 2026-09-29T07:06:17+00:00 )
Sep 29, 2026 11:33 Asia/Kabul
  • فطرت: څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته ورستانه شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبان وایي چې له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ۲۵۳ کډوالې کورنۍ چې ۱۱۳۵ کسان پکې شامل دي، راستنې شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال پرون له بېلابېلو لارو افغانستان ته راغلي دي.

د فطرت په وینا، ۵۳ کورنۍ چې ۲۹۴ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې ۱۱ کورنۍ چې ۵۳ کسان کېږي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې ۱۶۵ نورې کورنۍ چې ۷۰۵ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د فطرت په وینا،  ۲۴ کډوالې کورنۍ چې ۸۳ کسان کېږي، د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.