د دوغارون له پولې د افغانستاني اتباعو په ورتګ کې کمی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179574-د_دوغارون_له_پولې_د_افغانستاني_اتباعو_په_ورتګ_کې_کمی_راغلی
د دوغارون بندر د ټرمینل مشر ویلي چې له دغه پولې ایران ته د افغان کډوالو ورتګ کم شوی دی.
(last modified 2026-10-08T02:14:00+00:00 )
Oct 08, 2026 05:33 Asia/Kabul
  • د دوغارون له پولې د افغانستاني اتباعو په ورتګ کې کمی راغلی

د دوغارون بندر د ټرمینل مشر ویلي چې له دغه پولې ایران ته د افغان کډوالو ورتګ کم شوی دی.

د دوغارون بندر د ټرمینل مشر ویلي چې له دغه پولې ایران ته د افغان کډوالو ورتګ کم شوی دی.

د فارس خبري اژانس راپور له مخې د تایباد دوغارون بندر د سرحدي ټرمینل مشر محسن رکني وویل چې : له دغه پولې د افغانستان د اتباعو قانوني ورتګ د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې د اتلس فیصده په کمېدو سره  ۲۲۴ زره ۷۱۹ کسانو ته رسېدلی دی.

ایران له دې مخکې ویلي وو چې یو اعشاریه اته میلیونه غیرقانوني افغان مهاجر له دغه هیواده وتلي او دا بهیر به دوام ولري.

هغه زیاته کړه : په دې موده کې دوه سوه اوه زره او یو سل لس افغانستاني تبعه له دوغارونه  افغانستان ته ننوتلې دي.