په افغانستان کښې د داعش خطر او ورسره مقابله (۳)
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i38398-په_افغانستان_کښې_د_داعش_خطر_او_ورسره_مقابله_(۳)
ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېرو دوو مطالبو کښې په افغانستان کښې د داعش د خطر او ورسره د مقابلې، په افغانستان کښې د دغې ترهه ګرې ډلې د نفوذ او له طالب ډلې سره د دغې ډلې د اختلافاتو په اړه تاسو سره وغږېدوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2017 09:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د داعش خطر او ورسره مقابله (۳)

ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېرو دوو مطالبو کښې په افغانستان کښې د داعش د خطر او ورسره د مقابلې، په افغانستان کښې د دغې ترهه ګرې ډلې د نفوذ او له طالب ډلې سره د دغې ډلې د اختلافاتو په اړه تاسو سره وغږېدوو.

د دغه مطلب په دریمه برخه کښې د افغانستان په شمال کښې له شتون څخه د داعش ترهه ګرې ډلې اهدافو او د مرکزی اېشیا د سیمې د هېوادونو د امنیت ګواښ ته یوه کتنه کوو.

زیاتره په دې باوری دی چې افغانستان د داعش ترهه ګرې ډلې لپاره وروستے منزل نه دے بلکه د تېرېدو او مرکزی اېشیا او قفقاز ته د دغې ډلې د ځواکونو د منتقلولو لپاره یو ارتباطی پول دے. په  همدې وجه داعش ځواکونه کوشش کوی چې له ننګرهار نه علاوه د قندهار په شمول د افغانسان په شمالی ولایتونو کښې ځاے پرځاے شی. په همدې وجه په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان د شمال او شمال ختیځ ولایتونه د داعش ترهه ګرې ډلې او نورو تشدد پسندو ډلو د شتون کتونکی وو او یوو.

ویل کیږی چې زیات شمېر  چېچنیائی، ازبکی او تاجیکی وسله وال ځواکونه د داعش ترهه  ګرې ډلې غړی دی او کوشش یې وکړ چې په فاریاب، سرپل، قندوز، جوزجان، سمنګان او په افغانستان کښې له مرکزی اېشیا سره په پوله ایزو سیمو کښې ځاے پرځاے شی. په دغو سیمو کښې په مهمه توګه شپږ ولایتونه لکه بدخشان، تخار، قندوز، بلخ، جوزجان، فاریاب او بادغیس شامل دی چې د پاکستان طالب ډله، لشکر طیبه، او د ازبکستان حرکت اسلامی ډلې هم په دغو سیمو کښې شتون لری.

په همدې لړ کښې د روسیې له نظره نن سبا د داعش او د دغې ترهه ګرې ډلې پلوی ډلو خطر د مرکزی اېشیا د هېوادونو لپاره زیات د ے. لکه د ترکمنستان -افغانستان او افغانستان تاجېکستان په پولو کښې د داعش د تورو بېرغونو د رپولو په شمول د وسله ایزو فعالیتونو کتونکی یوو.

دې ته په پام سره چې ویل کیږی چې د مرکزی اېشیا او قفقاز هېوادونو زیات شمېر کسان په سوریې او عراق کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره یوځاے شوی دی، په دې ډله کښې دا نظر موجود دے چې د فرغانه درې په شمول د دغې سیمې د هېوادونو خلق د داعش ترهه ګرې ډلې قبلوونکی دی. دا په داسې حال کښې دی چې زیاتره په دې باوری دی چې په سوریې کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره د تاجېکستان په شمول د مرکزی اېشیا د هېوادونو د ښاریزو یوځاے کېدل د دینی اعتقاداتو په بنیاد نه بلکه د هغو پېسو په خاطر دی چې دغه ډله یې خپلو غړیو ته ورکوی چې دا چاره د دغې سیمې د هېوادونو د ځوانانو او د روزګار په تکل کښې کسانو لپاره غولوونکې چاره ده.

خو په مرکزی اېشیا او قفقاز سیمه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې موجودګی په سیمه په تېره بیا په روسیې او چین کښې زیاتو اندېښنو ته لمن  وهی. دې ته په پام سره چې دغه ډله د خپلو مالی سرچینو له لاسه ورکوونکې ده چې زیاتره به د عراق او سوریې د تېلو له صادراتو څخه ترلاسه کېدې د تېر وخت په شان خپلو غړیو ته  د اوچتو تنخواګانو ورکولو توان نه لری او په همدې وجه هغوی په مرکزی اېشیا او قفقار کښې خپلو هېوادونو ته د ستنېدو په حال کښې دی او کېدې شی د روزګار د لټونکو کسانو په قالب کښې روسیې ته هم لاړ شی. نوځکه په ماسکو کښې یوه مهمه اندېښنه له سوریې او عراقه د داعشی ترهه ګرو ستنېدنه ده. دې ته په پام سره چې روسیه په سوریې کښې داعش ته ماتې ورکوونکے یو عنصر او د هغوی بمباروونکے دے، د ماسکو حکومت د داعش ترهه ګرې ډلې لخوا مرکزی اېشیا او بیا روس ته د روزګار د لټونکو کسانو په قالب کښې د خپلو ځواکونو په لېږلو سره د دغې ترهه ګرې ډلې انتقام اخېستو ته اندېښمنه ده.

د روسیې د دفاع د وزارت چارواکو په دې وروستیو وختونو کښې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د مرکزی اېشیا تقریباً  4500 تنه په عراق او سوریې کښې د داعش او نورو دهشتګردو ډلو په صفونو کښې د جنګ په حال کښې دی چې دغه ټول  خپلو پلارنیو وطنونو ته د ستنېدو په حال کښې دی. په همدې حال کښې په نیویارک کښې د امریکې تحقیقاتی مرکز هم وویل 2400 تنه روسی،500 ازبکی او قرقېزی، 386 تاجېکی، 360 تنه ترکمن او 300 تنه قزاقستانی په داعش ترهه ګره ډله کښې فعالیت کوی چې د سیمې د امنیت لپاره بالقوه او بالفعل ګواښ ګڼل کیږی.

د فاریاب د ولایتی شورا مرستیال عبدالاحد ایلبېک هم وویل د ازبکستان، چیچنیا او پاکستان یو سل درې سوه کورنۍ په پښتون کوټ، قیصار او غورماچ ولسوالیو کښې ځاے پر ځاے شوې دی او د بهرنیو ترهه ګرو کورنیو د ځاے پر ځاے کېدو چلند هم هغه شان دوام لری. دا په دې معنا دی چې د افغانستان شمال ته د ترهه ګرو کورنیو د منتقلولو او مېشته کولو لپاره یو پلان شوے خوزښت روان دے چې د دغه هېواد حکومت یې پاکستان ذمه وار بولی.

ویل کیږی چې بهرنی ترهه ګر د افغان طالب ځواکونو له روزنې نه علاوه هغوی په پرمختللیو وسلو هم سنبال کړی دی. د پښتون کوټ ولسوال عبدالقدیر قادری د وېنا له مخې  بهرنی ترهه ګر له ځای خلقو څخه د عسکرو په جلبولو بوخت دی. د ننګرهار، لوګر، زابل او اروزګان ولایتونو په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د غړیو شمېر د زیاتېدو په حال کښې دے او ویل کیږی چې دغه ولایتونه د داعش ترهه ګرې ډلې د کسانو په پناه ځایونو بدل شوی دی. داعش ترهه ګره ډله د خپلې سترخراسان د طرحې په چوکاټ کښې په هدفمنه توګه مرکزی اېشیا او په سین کیانګ کښې د چین تر پولو پورې د خپلو ځواکونو د منتقلولو په لټه کښې ده.

په سوریې او عراق کښې د داعش ترهه ګرې ډلې ماتې او د مینځنی ختیځ د خلافت د ائیډیا ناکامۍ دغه ترهه ګره ډله دې ته مجبوره کړې ده چې په مرکزی اېشیا او افغانستان کښې د ستر خراسان د خلافت د طرحې د اجرا په لټه کښې شی. له دې  امله دغه ډله وړومبې کوشش کوی چې خپل ځواکونه افغانستان ته منتقل کړی او په دغه هېواد کښې یې مېشته او منظم کړی او بیا هغوی مرکزی ا ېشیا او قفقاز ته ټرانزېټ کړی. یو ترټولو مهم هدف چې داعش ترهه ګره ډله یې تعقیبوی فرغانه درې ته رسائی ده چې ډېرې تندلارې ډلې هلته کښې فعالې دی.

په فرغانه دره کښې د دوو سمندرګیود شاخونو  یعنې د نارین سیند او قره دریا سیند د شتون په وجه د مرکزی اېشیا یوه ډېره زرخیزه سیمه ده. له دې امله فرغانه دره د مرکزی اېشیا لپاره د خوراکی موادو یوه اصلی سرچینه ده چې په دغه سیمه کښې د مالوچو، غنمو، وریجو، سبزیو او مېوو په شان مهم پېداوارونه کرل کیږی. د مهمو کرهڼیزو څیزونو پېداوار د دې سبب شوے چې دغه سیمه د مرکزی اېشیا له ډېرو نفوس لرونکو سیمو څخه وګڼلې شی او له پینځه فیصدو نه په کمه رقبه کښې پینځلس میلین تنه ژوند کوی. دغه دره یوه ډېره خوزنده سیمه ګڼلې کیږی او په تېرو لسو کلونو کښې د نفوسو وده دوه دېرش فیصده وه. به فرغانه دره کښې زیاتره ازبکان اوسیږی خو تاجېکان او قرقېزیان هم د دغې سیمې نفوس تشکیلوی. دغه دره ازبک تاجېک او قرقېز قومیتونو ته په ځاے ورکولو سره په حقیقت کښې په مرکزی اېشیا کښې د اسلامی بنیاد پرستۍ مرکز ګڼل کیږی.

د فرغانه درې شمال ته تاجېکستان، ختیځ ته ازبکسستان او جنوب ته قرقېزستان دے او له قرقېزستان څخه  جلال آباد او اوش ښارونه، له تاجېکستان څخه سغد ښار او له ازبکستان څخه اندیجان او نمنګان ښارونه په بشپړه توګه او یا یې ځینې برخې په دغه دره کښې شتون لری. اندیجان او نمنګان د ازبکستان د اسلامی حرکت او د حزب التحریر د ازبکستان څانګې ډلو د فعالیت دوه اصلی اډې دی. په دې بنیاد دغه دره د ازبک، قرقېز او تاجېک قومیتونو ترمېنځ وېشلې شوې ده، سره له دې چې دغه قومیتونه نور اړونده قومونه هم لری. نو که داعش ترهه ګره ډله وکړې شی په فرغانه دره کښې خپل موقعیت مضبوط کړی نو نه یوازې به د خوراکی موادو په شمول د سیمې د هېوادونو په مهمه سرچینه تسلط پېدا کړی بلکه په اسانه سره به د سیمې چاپېره ټولو هېوادونو سره ارتباط ټینګ کړی.

روسیه باوری ده چې په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې شتون، د مرکزی اېشیا هېوادونو ته د دغې ډلې د غړیو د ټرانزېټ او له دغې سیمې څخه د ځواکونو جذبول په مرکزی اېشیا او د روسیې د جنوبی پولو په ګاونډ کښې د امریکې د جیوپلیټکی اهدافو په لړ کښې د افغانستان له لارې بڼه نیسی.

البته په فرغانه دره کښې د قومیتونو ترمېنځ تاوتریخوالے او ستونزې تاریخی جرړې لری او تندلارې او ترهه ګرې ډلې کوشش کوی چې له دغو درزونو څخه هم د خپلو هدفونو او پروګرامونو د پرمختګ لپاره استفاده وکړی.

په دې حال کښې د مذهبی او افراطی نظریاتو شتون د دغه شان ډلو د هدفونو له پرمختګ سره مرسته کوی. فرغانه دره د ازبکستان د اسلامی تحریک، حز ب التحریر او اسلامی غورځنګ په شمول د څو ډلو د ځاے پرځاے کېدو مرکز ګڼل کیږی چې په مرکزی اېشیا کښې د داعش د اهدافو لپاره زیات مهم دے او افغانستان هم له دغې سیمې سره د جغرافیائی نښلنې په دلیل د دغو ترهه ګرو ډلو لپاره خاص جذابیت لری.

که داعش ترهه ګرې ډلې وکړې شول له افغانستانه د نشه ایزو موادو تولید او ټرانزېټ ته لاس رسائی پېدا کړی نو د روسیې او چین په شمول د سیمې د هېوادونو امنیت له مخکې نه زیات له خطر سره مخامخولې شی. دغه هېوادونه په حقیقت کښې داعش د امریکې پټ عسکر بولی چې ماموریت یې په مرکزی اېشیا کښې او په سین کیانګ کښې د چین تر پولو پورې د هغوی په چاپېره سیمه کښې د بحران راپېدا کول دی. په همدې وجه په دې وروستیو کښې چین او روسیې په افغانستان کښې خپل فعالیت زیات کړے دے چې د طالب ځواکونو په ملګرتیا او د داعش په مقابل کښې د هغوی په سنبالولو سره د افغانستان په خاوره او د مرکزی اېشیا او قفقاز د پولو شاته دغه ترهه ګره ډله راایساره کړی. البته ځینې هم په دې باوری دی چې روسیه په افغانستان کښې د داعش د خطر په غټ ښودلو سره په دغه هېواد کښې د خپل شتون د مضبوطولو او د مرکزی اېشیا او قفقاز له هېوادونو سره د فوځی او  امنیتی ملګرتیاو د زیاتولو کوشش کوی.

د افغانستان په سوله کښې د چین فعالېدل که څه هم د افغانستان له راتلونکو امنیتی بدلونونو  څخه د پېکنګ د اندېښنې ښودنه کوی خو په افغانستان کښې د خپل هر اړخیز شتون د تقویت لپاره د پېکنګ  کوششونه ګڼل کیږی هغه افغانستان چې د سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو د جګړو او مقابلې په مرکز باندې د بیا بدلېدو په حال کښې دے او ماسکو دا احتمال چې دغه لانجې او جګړې به مرکزی اېشیا او قفقاز ته وغزېږی له ذهنه لرې خبره نه بولی. مرکزی اېشیا او قفقاز د روسیې دویم انګڼ په توګه دے او په  دغو سیمو کښې د امنیت او قرارۍ ټینګښت د ماسکو لپاره د مشر ورور د سیاست په توګه خاص اهمیت لری، نو ځکه په افغانستان کښې ناامنی به د مرکزی اېشیا او قفقاز د سیمې په امنیت باندې د دې موضوع د تاثیر په وجه هیڅکله د روسیې او حتی د چین د چارواکو لپاره خوشحالوونکې نه وی.

--------