له طالبانو سره کمزوری ارتباط ټینګ شوی دی
دافغانستان جنګ جګړې او شخړې باید راتلونکو نسلونوته پرې نه ښودل شی او جرړې ې وچې کړائ شی
دافغانستان دسولې دلوړې شورا مرستیال محمد کریم خلیلی نن دافغانستان له طلوع نیوز ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وویل ، دهیواد اوسنۍ مهمه موضوع سوله ده او حکومت باید سولې ته درسیدو لپاره یوه هراړخیزې ملی اجماع رامینځةکړی . دافغانستان دپخوانی ولسمشر مرستیال دغه راز وویل ، دکولمبیا حکومت او مخالفان له پنځوسو کلونو شخړو وروسته بلاخره دیوه بل په مقابل کې په نرمښت سره موافقې ته ورسیدل او افغانستان هم باید کابو څلورلسیزې جنګ جګړې او شخړې ختمې کړی او اجازت ورنکړی دجنګ میراث دراتلونکو نسلونو لپاره پاتې شی .
هغه زیاته کړې ، افغانستان په بیلابیلو امنیتی اقتصادی او ټولنیزو اړخونو کې له ډیر بدوضعیت سره لاس اوګریوان دی او جنګ او جګړې هره ورځ د دغه هیواد بچیان قربانی کوی چې باید ددغې سپیرې بلا دپای لپاره جدی چاره ولټول شی .