دافغانستان دسولې لوړه شورا،دموخو اوپروګرامونو ارزونې اوبیا کتنې ته اړتیالري .
تسنیم خبري آژانس راپورورکړ دافغانستان دولسمشرۍ دماڼۍ مرستیال ویندوي شاه حسین مرتضوي بیګا په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ، دافغانستان دسولې دعالی شورا دنوي مشر دټاکلو په باب مشورې هماغهر از دوام لري او دملی وحدت حکومت مشران دافغانستان د سولې دعالی شورا لازیات انسجام اوکارندوالۍ ارزوي .
هغه وویل ، د دغو سلامشورو نتیجې به ډيرې زر اعلان شي ، خو دافغانستان دسولې عالی شورا بیا کتنې ته اړتیا لري .
دافغانستان دولسی جرګې غړي صالح محمدصالح هم په دې باب وئيلی دي ، د دغه هیواد دسولې عالی شورا په تیر وخت کې ملموسي بریاوې نه دي درلودلي اوباید په دې کې بنیادي اصلاحات وشي ،
دافغانستان دسولې دعالی شورا یوه غړي عبدالخبیر اوچقون هم څو ورځې مخکې وئيلي وو چې دنوي مشر ټاکل د دغه هیواد دولسمشر په اختیاراتو کې دي ، خو باید دحکومت او مخالفانو له خوا هم تائيد شي .