روسیه دافغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته تیاره ده .
تسنیم خبری آژانس راپورو رکړ دروسیې خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ، ماسکو په افغانستان :ې د داعش ترهه ګرې ډلې په پراختیا او دحملو په زیاتیدو اندیښمنه ده او دافغانستان دسولې له بهیر سره هرډول مرستې کوي .
د دغې اعلامیې په اساس، روسیه همداراز له کابل سره دپوځي اوتخنیکي ملګرتیاؤ او همداراز دافغانتسن دملی امنیت ځواک دپوځي وړتیاؤ له پرمختګ او دپولیسو له روزلو هم بشپړ ملاتړ کوي .
دروسیې خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زوخارووا هم ویلی وو چې ټاکل شوې ده سبا دافغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني او دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف هم په ماسکو کې سره وګوري .
په عین حال کې دافغانستان خارجه وزارت هم د روسیې او افغانستان ترمینځ دکلتوري اړیکو دپراختیا لپاره په کابل کې دکلتوري اوعلمي مرکز دافتتاح کیدا خبر ورکړی دی . په داسې حال دي چې دافغان چارواکو او دولسی جرګې ځينو استازو له خوا په همداوروستیو کې له طالبانو دملاتړ په باب د روسیې په ضد تورونه هم مطرح شوي دي او په کابل کې دروسیې سفیر هم له طالبانو سره ارتباط ټينګول تائيد کړي دي .
په ماسکو کې دروسيې ،چین او پاکستان دچارواکو ترمینځ دافغانستان په اړه درې اړخیزه ناسته چې څه مودې مخکې دکابل دحکومت داستازي له شتون پرته ترسره شوې ده ، دافغانستان د حکومت درسمي او د دغه هیواد دسیاسی ټ،لنو اعتراضونه ئې راپاورلي دي .