دهوا ګرمیدا او په افغانستان کې دشخړو زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i42080-دهوا_ګرمیدا_او_په_افغانستان_کې_دشخړو_زیاتیدا
په افغانستان کې د تودوخې دزیاتیدا په زانزدیکیدو سره یو ځل بیا په دغه هیواد کې دشخړو او ترینګلتیاؤ دزیاتیدو اوسختیدو په باب اندیښنې هم زیاتې شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 03, 2017 09:43 Asia/Kabul
  • دهوا ګرمیدا او په افغانستان کې دشخړو زیاتیدا

په افغانستان کې د تودوخې دزیاتیدا په زانزدیکیدو سره یو ځل بیا په دغه هیواد کې دشخړو او ترینګلتیاؤ دزیاتیدو اوسختیدو په باب اندیښنې هم زیاتې شوي دي .

زمونږخبریال راپورراکړ  دکینیډا دپګواش  موسسې  مشر پاؤلو چې  په همداوروستیو کې  کابل ته په سفر تللی ؤ، څو  دسولې دپروسې دجدي پيلیدو لپاره  دکابل حکومت او طالبانو ډلې  چارواکي   قانع کړي ..  هغه  دافغانستان  دسیاسی چارو دکارپوه وحید مژده پشمول  له ځينو  کارپيژاندو اوشناندو سره  په لیدو کاتو کې دنهیلي ښودلو ترڅنګ  ویلی دي ، چې  د جنګ  دواړو لورو  یعني  دکابل حکومت او طالبانو   ګروهنه  نه ده ښولې .

دښاغلي پاؤلو  له نظره ،، دواړه لوري  له ژمي وروسته   دجنګ جګړو او ترینګلتیاؤ دزیاتولو لپاره  ځانونه تیاروي .    پاؤلو دغه راز وئیلي دي ، پګواش موسسه  هڅه کوي  چې  دطالبانو دمشرانو نامې  دملګروملتو  له تور لیسټه ووځي  څو  دسولې په پروسې کې نیغ  په نیغه  ګډون وکړائ شي . په داسې حال کې چې  دافغانستان حکومت   هڅه کوي د طالبانو ډلې دمشر ملاهیبت ا... اخوندزاده  نامه  دملګروملتو په تورلیسټ کې شامله کړي ..

دښآغلي پاؤلو په وینا، که   چیرې  په ژمي کې  دافغانستان  امنیتي اوپوځي وضعیَت تر دې حده  ترینګلی دی، نو  دهوا په   ګرمیدا سره  به  په دغه جنګ ځپلي هیواد کې  جنګ جګړې  دوه چنده زیاتې اوسختې شي .

دتهران ریډیو پښتو خپرونې   په دې اړه د افغانستان دسیاسی  او امنیتي چارو دکارپوه اوشناندي  وحید مژده  نظر دټيلیفون له لارې پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې وئيلي دي،  دکابل حکومت   او ملی اردو  او امنیتي ځواک د ژمي دموسم له پیلیدو مخکې ژمنه کړې وه چې  په ژمي کې به  دطالبانو  دځپلو لپاره  ډير سخت عملیات  ترسره کړي ، څو د تودوخې په ګرمیدا سره  خپلو فعالیتونو  ته  دوام  ورکړل شي .  خو له بده مرغه  دافغانستان دملی اردو اوامنیتي ځواک  په  ځاي دا طالبان  وو چې  په سخت ژمي کې  ئې هم خپلو حملو ته  دوام ورکړی دی .  اوحتی  په دغو حملو او عملیاتو کې ئې   ځيني سیمې او ولسوالۍ  هم نیولي دي .

 دوحدی مژده په وینا ،   طالبان هڅه کوي ،  دهیواد شمال اوجنوب ترمینځ  سټراټيژيکې لارې  هم کنټرول کړي  څو  د شمال اوجنوب ترمینځ ارتباط  په کلي توګه غوڅ کړي او  احتمال شته، طالبان چې  همدااوس هم  دافغانستان  کابو پنځه شپیته فی صدي  برخه  په کنټرول کې لري ،  دغه هلې ځلې نوره  هم زیاتې کړي  او ممکنه ده دکابل حکومت  په ښارونو کې  محدود اوکلابند کړي . مژده صیب  همداراز دطالبانو  په مقابل کې دحکومتي ځواکونو  دکمزورتیا  دعلتونوپه باب هم وویل  دایو حقیقت دی چې دهر هیواد امینتي ځواک  د ولس په ملاتړ سره  له دښمن سره دجنګیدو انګیزه پيدا کوي ، خو له بده مرغه  په افغانستان کې ولس    د اداري او مالی فسادونو دزیاتیدو  او د اورګانونو او  ادارو  دمسئولانو   دتاؤتریخجنو  چلندونو  له امله   له حکومته دومره  لیرې  شوی دی ، چې  په روانو شخړو کې  له حکومت او  حکومتي ځواکونو سره هیڅ ډول خواخوږي نه لري  ،بلکې  بې پلوه شوی دی ..که طالبان  د هغوي له کورونو  دحکومت او حکومتي ځواکونو  په ضد  کومه استفاده کوي اویا له دغو ځایونو د هغوي په خلاف حملې کوي ، نو  خلک ئې  مخه نه نیسي .

باید وویل شي  دافغانستان دمشرانو جرګې  دامنیتي اودفاعي چارو دکمیشن  مشر هاشم الکوزي  هم  منلې ده چې دهلمند ولایت  کابو  څلور نوي فیصدي برخه  دطالبانو په کنټرول کې ده .  هغه وائي ، په دغه ولایت کې امنیتي ځواک  په مالی فساد کې ډوب دی  او دجنګیدو لپاره هیڅ ډول پلانونه نه لري .له بلې خوا  دافغانستان په ولسی جرګې کې د  اورزګان ولایت  دخلکو استازی  عبیدا... بارکزئ هم  وئيلی دي،  چې  د دغه ولایت  اوه نوي فیصده برخه دطالبانو په کنټرول کې ده .

باید وویل شی چې  د اورزګان والي ښاغلي خروټي هم څه موده مخکې اعتراف کړی ؤ چې  طالبان   په دغه ولایت کې غونډ شوي  او غواړي دغه ولایت په  خپل مرکز بدل کړي . نو ډيری شناندي اوکارپوهان  هم  وائي  چې طالبان دحکومت  له کمزورتیاؤ په  استفادې سره  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کوي  او داکمزورتیاوې   تر دې حده رسیدلې چې  امنیتي ځواکونه  له طالبانو سره  معاملې ترسره کوي  او  سیمې اوخپلې  پستې اووسلې  هغوي ته سپاري.   دافغانستان حکومت  دسیمې اونړۍ په سویه هم کمزوری شوی اوکومه غوره ډيپلوماسي نه لري  او پخپل  لاس کې څه خاص اختیارات هم نه لري .لکه څنګه چې څه  موده مخکې دپاکستان پوځ  غوښتل دافغانستان    په داخل کې د پاکستانیو ترهه ګرو په ضد عملیات ترسره کړي .  دپاکستان دپوځ  عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  په افغانستان    دامریکائي اوناټو ځواک له قوماندان جنرال جان نکلسن څخه په ټيلیفوني تماس کې دعملیاتو  اجازت  غوښتی ؤ .  همداراز  په یوې بلې پيښې کې هم دحکومت کمزورتیاوې نندارې ته وړاندې شوې ،کله چې   دافغانستان  دولسمشرمرستیال  جنرال عبدالرشید دوستم  چې دجوزجان  دپخواني والي  ښاغلي ایشچي باندې په جنسي تیریو  تورن ؤ  ،نو ټاکل شوې وه چې  له هغه پلټنې وشي  خو دوستم دحکومت په وړاندې ودرید  مقاومت ئې وکړ  او همداراز  ددوستم بهرنیو  ملاتړ و یعني روسیې ،ازبکستان او ترکیې هم  پر افغان حکومت دباؤنه  واچول چې  له دوستم سره  دې  سختي ونه کړي .  د دغو دباؤنو په نتیجې کې  وه چې  دافغانستان د امنیتي چارو  سلاکار حنیف اتمر  او  دملی امنیت د ادارې مشر  معصوم ستانکزئ دجنرال دوستم لیدوکاتو ته ورشي   او  له هغه سره همدردي وکړي . البته   له طالبانو سره دجنګ موضوع  چې د تودوخې په ګرمیدا سره به  نوره هم ګرمه شي ، دافغانستان حکومت  نه غواړي  چې  د دوستم   موضوع  اوږده شي .

په هرحال  دافغانستان  امنیتي اوپوځي وضعیّت  چې  دکابل دحکومت کمزورتیاوې نندارې ته وړاندې کوي  او دشاتګ نښې نښانې ئې رابرسیره کړي دي .په دې معنا    نه دی چې  طالبان پیاوړي شوي دي ، بلکې  د ا د افغانستان حکومت دی چې هم په داخلی  اوپه  سیمه ایز اونړیوال ډګر کې  کمزوری شوی دی اود هیواد پر کنټرولولو  اویا د   اورګانونو  په سمه  د   اداره کولو  هیڅ اختیار نه لري .

(عاشق حسین طوری )