په کابل کښې د ترهګرۍ خلاف مظاهرې وشوې
Apr 24, 2017 09:49 Asia/Kabul
د کابل ښار یوشمیر ځوانانو د ترهګرو ډلو په جنایتونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د کابل ښار په لس هاو ځوانانو نن په مزار شریف کښې د طالبانو په لاس د پوځي ځواکونو د وژلې په شمول د ترهګرو ډلو په جنایتونو باندې په اعتراض کښې سړکونو ته په راوتلو سره د (مړه دې وي ترهګري) شعارونه ورکړل.
معترضانو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د هلوځلو په قدرونې سره د (ژوندي دې وي امنیتي ځواکونه) شعارونه ورکړل.
هغوي همداشان د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د طالبانو، داعش او القاعدې په شمول ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره له هیڅ ډول کوششه ډډه ونه کړي او په دې لړ کښې له ټولو شته امکاناتو ګټه پورته کړي.
ټیګونه