له روسیې سره هیڅډول پوځي تړاو نه لرو
د افغانستان طالبانو ډلې له روسیې سره خپل هرډول پوځي تړاو رد کړ.
طالب ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ډله نه له روسیې سره کوم پوځي تړاو لري او نه له بل کوم هیواد سر او د افغانستان له جګړې ترلاسه شوي غنایم د دوي لپاره پوره دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د روسیې یا بل کوم هیواد سره د طالبانو سیاسي اړیکې د خپلو اهدافو د بیانولو او بلآخره د افغانستان لپاره د سمې حل لارې رامینځته کولو لپاره دي او دا اړیکه هیڅکله د پوځي اړیکو په معنا نه ده پاتې شوې.
طالبانو دا خبرپاڼه په داسې حال کښې خپره کړې ده چې په دې وروستیو کښې له طالبانو د ماسکو د ملاتړ په هکله پر روسیې د افغان چارواکو او استازو تورونه زیات شوي دي او د ولسي جرګې دویم مرستیال مدعي شو چې له طالب ډلې د روسانو د ملاتړ په هکله یولړ مدارک او شواهد لري.